مور می نشته
چی د ژوند ښایسته کعبه ده مور می نشته
څــه بی خونده زمانه ده مــــــــــور می نشته
وخـــــت رقـــــــم رقــــــم کانـی راباندی وکړی
نا اشــــــنا غونـدی کیسه ده مور می نشته
اوس مـــی ټـــــوله زنـدګــی په غـــم لړلـــی
چـی د غـم رابــانـدی شپه ده مورمی نشته
چــی ژونـدون وه په دعـــا یـی ښاد او یاد وم
اوس د ژونــــــد تلــلی مزه ده مورمی نشته
اتــل چغی وهـــــی موری موری څه شــــوی
مور می مړه ده مور می مړه ده مور می نشته
(نقیب احمد اتل)
۰